د مالیې وزارت:ټولو دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکول کېږي

27 سنبله 1400 ساعت 14:34

د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا ټولو دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی، چې میاشتنۍ معاش به یې په منظم ډول ورکول کېږي.


د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا ټولو دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی، چې میاشتنۍ معاش به یې په منظم ډول ورکول کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون جمعه د وږي ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دولتي کارمندانو د معاشاتو د اجراء په پروسه کې چې ځينې تخنيکي ستونزې رامنځته شوې وې د دې وزارت په پوره هڅو سره د له منځه تلو په حال کې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې برخه کې د اړوند ادارو سره په جدي ډول د دې مسئلې د ژر حل کېدو په تړاو هڅې روانې دي.

د مالیې وزارت ټول دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلو دندو ته دې په ورځني ډول حاضره اوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142652

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142652/

جمهور
  https://www.jomhornews.com