شاهین: د دایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري

28 سنبله 1400 ساعت 8:20

د طالبانو د قطر دفتر یو غړی او ویاند سهیل شاین وایي، د ایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري او اوس په کار ده، چې تر هغې مخکې د افغانستان شتمنۍ آزادې شي.


د طالبانو د قطر دفتر یو غړی او ویاند سهیل شاین وایي، د ایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري او اوس په کار ده، چې تر هغې مخکې د افغانستان شتمنۍ آزادې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي شاهین دغه څرګندونې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کړې کړې خو ویلي یې دي، چې اوسنۍ کابینه موقته ده او بدلون به په کې راوړل شي.

نوموړي زیاته کړې، افغانان غواړي چې ژر تر ژره دایمي کابینه جوړه شي، خو په وینا یې ممکن د دایمي کابینې د جوړولو پروسې ته ډېرو ورځو او حتي میاشتو ته اړتیا وي.

ښاغلي شاهین دا هم ویلي، د نوي موقت حکومت د اعلان مراسم په دې خاطر لغوه شول چې وخت یې نه و ټاکل شوی او هغو هېوادونو ته چې په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، په دې اړه معلومات ورکړل شول چې مراسم ځنډول شوي دي.

دی امریکا سره د طالبانو د حکومت د اړیکو په اړه وايي، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته هم طالبان له واشنګټن سره په تماس کې دي او د اړیکو ټینګښت تر ډېره په امریکا پورې تړلی دی.

شاهین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو له خوا سرپرست کابینه په کور د ننه او بهر کې سختې نیوکې دي او وايي، دا کابینه ټول شموله نه ده، په داسې حال کې، چې طالبانو د ټول شموله کابینې د جوړېدو ژمنه کړې وه.

خو طالبان وايي، یو خو دا کابینه موقته ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142664

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142664/

جمهور
  https://www.jomhornews.com