یونیسف:نجونې باید له زده کړو محرومې نه شي

28 سنبله 1400 ساعت 9:35

د ښوونځیو په اړه د پوهنې وزارت د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، نجونې باید له زده کړو بې برخې نه شي.


د ښوونځیو په اړه د پوهنې وزارت د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، نجونې باید له زده کړو بې برخې نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت پرون په یوه اعلامیه کې هلکانو ته ښوونځیو ته د ورتګ بلنه ورکړه، خو د نجونو په اړه یې څه ونه ویل.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په افغانستان کې له اوږدو رخصتیو وروسته د هلکانو د متوسطو پر پرانیستل کېدو خوښ دي او هرکلی یې کوي خو زیاتوي چې نجونې باید له زده کړو محرومې نه شي.

د یادې ادارې اجرایې مشر، هنریتا فور ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو موضوع اندېښمن کړي دي.

 نوموړې څرګنده کړې چې سږکال ۴.۲ میلیونه ماشومانو په ښوونځیو کې نوملیکنه کړې چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي او دا شپیته سلنه نجونې باید په هیڅ صورت له زده کړو محرومې نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142671

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142671/

جمهور
  https://www.jomhornews.com