ناټو او امریکا یو ځل بیا د افغانستان په اړه غونډه کړې

28 سنبله 1400 ساعت 10:16

د امریکا په ګډون د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیران او لوی درستیزان په یونان کې په خپله غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کوي.


د امریکا په ګډون د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیران او لوی درستیزان په یونان کې په خپله غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یونان په کوربتوب دغه غونډه پرون شنبې د وږي ۲۷ مه پیل شوې او په لومړي بحث کې ټینګار وشو، چې افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا را ژوندي کېدو مخنیوی د ناټو یو اصلي هدف دی.

د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي ویلي، وروسته له هغه چې ناټو له افغانستان راووتله او دا هېواد د طالبانو تر ولکې لاندې راغی دا دی د ناټو پوځي چارواکي په راتلونکو پلانونو باندې بحث کوي.

مېلي یونان ته د سفر پر مهال ویلي، چې دی به له خپلو پوځي سیالانو سره خبرې وکړي او به ګوري، چې څه امکانات شته، څو یې بېرته پر کار واچوي.

جنرال میلي زیاته کړې، د ناټو متحدین د ترهګرۍ ضد هڅو په اړه اندېښمن دي او دا چې څنګه کولای شو د ترهګرۍ په وړاندې مؤثره دفاع ډاډمنه کړو.
 
هغه ویلي«موږ د فوق افق امکاناتوپه اړه بحث کوو او دا چې متحدان کله غوره ګڼي چې ونډه واخلي، موږ یقیناً چې دې ته لېواله یو، هلته فرصتونه شته چې متحدین کولای شي د فوق افق یا له بهر د شته امکاناتو په تړاو کار واخلي او له موږ سره له نږدې ګډ کار وکړي.»

په ورته وخت د ناټو د پوځي کمېټې رئیس امیر البحر جنرال راب بویر د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په پيل کې ویلي، لکه څنګه چې سرمنشي په دې وروستیو کې ټينګار کړی دی پوځي ځواک د متحدانو د ازادۍ وروستی ضامن دی. ډیپلوماسي به د یوه قوي او باور وړ ځواک له موجودیت پرته ناکامه شي. په داسې حال کې چې پوځي انتخاب تل وروستی یو وي، ځیني وختونه یوازنی منطقي غبرګون هم وي.

اخوا د ناټو د غونډې پر مهال د یونان دفاع وزیر هم ویلي، د ناټو غړي باید په افغانستان کې له خطر سره د مخ پاتې افغانانو د ځان خوندیتوب ډاډمن کړي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com