۰

برني سندر: امریکا په افغانستان کې ستر بشري جنایت تر سره کړی

دوشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۴
امریکایي مخکښ سناتور په یوه تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.
برني سندر: امریکا په افغانستان کې ستر بشري جنایت تر سره کړی
امریکایي مخکښ سناتور په یوه تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتور سندرز په په کابل کې د امریکا وروستی هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د امریکا دفاعي چارواکو منلې ده چې په دې برید کې یې ملکي وګړي وژلي او په دې توګه یې یو ستر بشر ضد جنایت ترسره کړی دی.

دی وايي، امریکا نه یوازې دا چې یوه انساني ضد او بوږنووونکې پېښه ترسره کړې ده، بلکې د امریکا باور او حیثیت یې له منځه وړی دی.

د سندرز په خبره دا د امریکا لپاره تر ټولو بده شېبه ده چې په یوه هوایي برید کې ملکي وګړي وژني او بیا یې مسوولیت اخلي.

دغه امریکايي سناتور زیاته کړې، هغه په دې تړاو د لا ډېرو څېړنو او پلټنو غوښتنه کړې ده او د برید د عاملینو محاکمه یې غوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي