په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، له افغانستان سره د چین مرستې بې قید او شرطه دي او په اړینو مواردو کې به تر سره کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وانګ یو دغه څرګندونې د د کډوالو چارو وزارت له سرپرست خلیلرالرحمان حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.
په دغه لیدنه کې د چین سفیر ویلي، دوی د افغانستان له نوي حکومت سره هر ډول مرستو ته تیار دي او هڅه کوي په اړینو برخو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
نوموړي ټینګار کړي، چې له افغانستان سره د چین مرستې بې قید او شرطه دي او په اړینو مواردو کې به ترسره کېږي.
ښاغلي یو ویلي، د همدې همکاریو په ادامه یې تازه له افغانستان سره د پنځلس میلیونه ډالرو او همدا راز درې میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین مرسته اعلان کړې ده.
دی وايي، دغه مرستې په لومړي سر کې د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت کمپلې او د ژمي نور توکي شامل دي او د لسو میلیونو دالرو په ارزښت به خوراکي توکي افغانستان ته ورکړي چې د ژمي تر را رسېدو مخکې پر اړمنو کسانو و وېشل شي.
د یادونې ده، چې چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د میلیونونه ډالرو نقدي مرستو او کرونا ضد واکسین د ورکړې ژمنې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل