طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې نوې ګمارنې کړې دي

30 سنبله 1400 ساعت 8:58

طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر معینیتونو او ریاستونو ته نوي مشران ټاکل دي دي.


طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر معینیتونو او ریاستونو ته نوي مشران ټاکل دي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون دوشنبې د وږي ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ګمارنې د چارو د غوره ترسراوي او د خدماتو وړاندې کولو په موخه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې تازه ګمارل شوي کسان، مولوي نورجلال د تعلیماتو او پرسونل معین، عبدالله خان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، مولوي شمس الدین منصور د پالیسي او ستراتیژي معین. مولوي زین الله د مقام دفتر لوی رییس، وزیر حقاني د پلان او اوپراسیون لوی رییس، نورالله حافظ د اطفایې لوی رییس، تورن جنرال سید نورالله مراد د ترافیک پولیسو لوی رییس، شېرمحمد شریف د سرحدي پولیسو لوی رییس، مولوي حسیب الله د ښوونې او روزنې لوی قوماندان، مولوي علم ګل حقاني د پاسپورټ لوی رییس، مولوي موسی د کورني امنیت لوی رییس، مولوي عارف الله د بهرنیو اړیکو رییس، مولوي عبدالحکیم حمدي د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس، انجنیر ابراهیم د مخابرې او ټېکنالوژۍ لوی رییس، قاري عبیده د وزارت د امنیتي قطعې قوماندان.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com