ګوترېش:

د طالبانو تر منځ د قدرت پر سر لانجې وضعیت پېچلی کړی دی

30 سنبله 1400 ساعت 10:05

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش وايي د طالبانو ترمنځ د قدرت پر سر لانجې په افغانستان کې وضعیت پېچلی کړی دی.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش وايي د طالبانو ترمنځ د قدرت پر سر لانجې په افغانستان کې وضعیت پېچلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګوترش دغه څرګندونې له سي اېن اېن سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د سرپرستې کابینې ټاکل هم د همدې لانجې له امله وو.

نوموړي زیاته کړې«موږ ګورو چې ټول‌ ګډونه حکومت د طالبانو د خپل ‌منځي اختلافاتو له امله جوړ نه ‌شو، څه چې اعلان شول د یوه ټول‌ ګډونه حکومت لپاره وروستۍ پرېکړه نه ‌ده، زما په اند د افغانستان وضعیت د وړاندوينې وړ نه ‌دی، په داسې یو حالت کې باید د دې هېواد په مسایلو کې ونډه ولرو او د هغو افغانانو چې ځورېږي، لاس‌نیوی وکړو، دا معلومه نه‌ ده چې موږ بریالي کېږو، که نه، خو دا زموږ دنده ده چې هلته واوسوو او خدمت وکړو.»

ښاغلي ګوترش خبرداری ورکړ چې دا به یو خیال وي که د طالبانو تر ولکې لاندې د ملګرو ملتونو ښکېلتیا ناڅاپه ټول ‌­شموله حکومت، د حقونو درناوي او د ترورېستانو د حضور ختمېدو ته زمینه برابره کړای شي.

د ملګرو ملتونو سرمشني وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ظرفیت او نفوذ لږ دی، خو بیا هم هڅه کوي له دغه جګړه‌ ځپلي هېواد سره د بشري مرستو لپاره کلیدي رول ادا کړي.

طالبانو تر اوسه د ګوترش د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په وار وار خپل منځي اختلافات په کلکه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142737

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142737/

جمهور
  https://www.jomhornews.com