ایران: نړیوال دې افغانستان ته د دایمي ثبات په برخه کې همکاري وکړي

30 سنبله 1400 ساعت 12:00

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه دې افغانستان ته د دایمي ثبات د راتګ په برخه کې همکاري وکړي.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه دې افغانستان ته د دایمي ثبات د راتګ په برخه کې همکاري وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امیر عبداللهیان په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، په ګاونډ کې یې پروت افغانستان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، ایران تر خپلې وسې د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي، خو اوس دغه هېواد تر بل هر وخت نړیوالو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

امیر وايي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې افغانستان ته د دایمي ثبات په راتګ کې همکاري وکړي او د دغه هېواد وګړي دې له روانو جګړو وژغوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، طالبان دې هم د ټولشموله حکومت لپاره هڅې ډېرې کړي، ځکه د نړۍ سترګې دوی ته دي او دوی باید ثابته کړې چې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142744

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142744/

جمهور
  https://www.jomhornews.com