د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد ته د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسووهنې اجازه نه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مجاهد چې نن سه شنبې د وږي ۳۰ مه د کابینې د پاتې غړو د اعلان په مراسمو کې خبري کنفرانس ته خبرې کولې و ویل، چې دوی د حکومت جوړونې په برخه کې د ټولو هېوادونو سره مشوره کې دي خو هېچا ته به دا اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
نوموړي وویل چې نړیوال دې د افغانستان حکومت په رسمیت و پېژني، له افغانستان سره دې ديپلوماتیکې اړیکې وساتي او په خبره یې د ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې د نوي حکومت د رسمیت لپاره هڅه وکړي.
ښاغلي مجاهد د ښې حکومتولۍ په اړه زیاته کړه، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو مشورو ته درناوی ولري خو هېچا ته د هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.
دی وايي، پاکستان او د نړۍ نورو هېوادونو د حکومتولۍ په اړه له افغانستان سره د سلا مشورې لرلې دي او په وینا یې د اسلام اباد په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل