جنوبي کوریا له افغانستان سره کابو ۲۰ میلیون ډالره مرسته کوي

31 سنبله 1400 ساعت 7:39

د جنوبي کوریا حکومتي چارواکي وايي، هېواد به یې راتلونکی کال له افغانستان سره به بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.


د جنوبي کوریا حکومتي چارواکي وايي، هېواد به یې راتلونکی کال له افغانستان سره به بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جنوبي کوریا حکومت زیاته کړې، چې دوی د شاوخوا ۱۹،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په راتلونکي میلادي کال کې په افغانستان کې د ځينو انکشافي پروژو د پیلولو پلان لري.

سرچینې زیاته کړې، جنوبي کوریا غواړي، دغه پیسې په افغانستان کې د ظرفیت لوړونې او پالیسي جوړونې په برخه کې ولګوي.

د یاد هېواد چارواکو رسنیو ته ویليؤ  له جګړه ځپلي افغانستان سره مرسته کول د نړیوالو مسوولیت دی او دوی هم غواړي ددغه هېواد په بیا رغونه کې رغنده رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142768

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142768/

جمهور
  https://www.jomhornews.com