قطر: نړیواله ټولنه دې له طلبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړي

31 سنبله 1400 ساعت 8:11

 د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي.


 د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي آل ثاني دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومې اسمبلې کې د وینا پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي، نړیوال باید په افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه وکړي.

د قطر امیر زیاته کړې، نړیوالو ته په کار ده چې له طالبانو سره تعامل وکړي او له دغه ډلې سره اړیکو ته ادامه ورکړي څو وکړی شي په افغانستان کې دایمي ثبات ټینګ شي.

دی وايي، قطر تل په افغانستان کې له سوله ییزو لارو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده او اوس هم پر همدې دریځ ولاړ دی.

آل الثانی زیاتوي، هڅه کوي په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه شي او نړیوال هم باید په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

شیخ تمیم دغه راز ویلي، افغانستان دمګړی په حساسه مرحله کې دی او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د قطر امیر وايي، ټولې نړۍ ته په کار ده چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي او سیاسي اختلافات دې ددې مرستو د درولو لپاره مانع نه ګڼي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142771

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142771/

جمهور
  https://www.jomhornews.com