ملا محمد حسن اخند د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره کتلي

31 سنبله 1400 ساعت 8:33

د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د افغانستان لپاره د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره کتلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د افغانستان لپاره د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیرخان متقي یوازې د دغه کتنې انځورونه خپاره کړي او په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله هم د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره لیدلي دی.

د سولې عالي شورا خبرپاڼه وايي، د یوشیا یویونګ، ضمیرکابلوف او صادق خان سره په دغه لیدنه کې د افغانستان په روانو حالاتو او وضعیت خبرې اترې وشوې.

سرچینه زیاتوي، چې د یادو شویو هېوادونو استازو په خپلو خبرو کې د یوه ټولمنلي حکومت پر جوړېدو او دغه راز سولې، ثبات، متعدل سیاست، د ښځو حقونو ته په درناوي او افغانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو باندې ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 142776

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com