رویټرز: طالبانو سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته د خپل استازي په توګه معرفي کړی

31 سنبله 1400 ساعت 8:35

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د قطر د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین د ملګرو ملتونو ټولنې ته د دایمي استازي په توګه ورمعرفي کړی دی.


رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د قطر د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین د ملګرو ملتونو ټولنې ته د دایمي استازي په توګه ورمعرفي کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه آژانس ویلي، امارت ښاغلي شاهین په یوه لیک کې ملګرو ملتونو ته د خپل دایمي استازي په توګه ورپېژندلی دی.

دغه راز په راپور کې راغلي، چې طالبانو په دې لیک کې له ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د بهرنیو چارو وزارت د نوي چارسمبالي امیر خان متقي د وینا غوښتنه کړې ده.

په راپور کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د پخواني حکومت دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له دغه سازمانه غوښتي و، چې د افغانستان د دایمي استازي په توګه یې دنده پر خپل ځای وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142777

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142777/

جمهور
  https://www.jomhornews.com