د امریکا ولسمشر:

امریکا اوس له افغانستان سره د نوې ثابتې دپلوماسۍ په لور ځي

31 سنبله 1400 ساعت 9:19

​​​​د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو ننګه کړې او وايي، امریکا اوس له افغانستان سره د نوې ثابتې دپلوماسۍ په لور درومي.


​​​​د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو ننګه کړې او وايي، امریکا اوس له افغانستان سره د نوې ثابتې دپلوماسۍ په لور درومي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن پرون سه شنبې د وږي ۳۰ مه نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته وینا پر مهال و ویل، چې امریکا په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته د پای ټکی کېښود.

نوموړي زیاته کړه« موږ په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته خاتمه ورکړه او د دوامداره جګړې فصل مو وتاړه، اوس د نوې ثابتې ډپلوماسۍ نوی فصل پرانیزو.»

په ورته وخت کې بایډن دا هم و ویل، چې که چېرې له ترهګرو سره د مبارزې لپاره اړتیا پیدا کېده، نو امریکا به له ځواکونو هم کار واخلي، خو په وینا یې دا به تر ټولو وروستی انتخاب وي.

جوبایډن ټینګار وکړ،  دا مهمه وه چې د امریکا د تګلاره بدله شي او امریکا د نړۍ سترو موضوعاتو او ستونزو ته پاملرونه وکړي، له ډموکراټیک ضد نظامونو نیولی د کرونا تر وبا او د هوا تر بدلون پورې.

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د امریکا د حیاتي ملي ګټو دفاع به کوي‌ خو په وینا یې  ماموریت باید واضح او ترلاسه کېدونکی وي او د امریکا پوځ نباید د نړۍ د هرې ستونزې لپاره ځوابوي.

د امریکا ولسمشر همدا راز په خپله وینا کې د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو پر حقونو ټینګار وکړ.

نوموړي ویلي، امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د افغانانو د پرمختګ لپاره څه ډول ملاتړ وشي؟ له طالبانو د بشري حقونو په برخه کې څرنګه تمه کېدای شي؟

هغه و ویل«موږ ټول باید د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړو، څو دوی له اقتصادي سیاسي او اجتماعي پلوه له خپل ټول ځواکه کار واخلي او د خپلو هیلو لار پرته له تعصب او خشونته تعقیب کړي.»

دی وايي، امریکا به هر هغه ملت سره چې وړاندې ځي او مشترګو ننګونو لپاره سوله ایز حل لټوي، ګډ کار کوي،‌ آن که په نورو مسائیلو کې ورسره جدي ‌اختلافات هم ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142782

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142782/

جمهور
  https://www.jomhornews.com