ملګري ملتونه د روغتیا برخه کې له افغانستان سره ۴۵ میلیون ډالره مرسته کوي

31 سنبله 1400 ساعت 12:26

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی، چې د روغتیايي سستم د سقوط مخنیوي لپاره له افغانستان سره ۴۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی، چې د روغتیايي سستم د سقوط مخنیوي لپاره له افغانستان سره ۴۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن چهارشنبې د وږي ۳۱ مه خبر ورکړی، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو صندوق له لارې ورکول کېږي.

اوچا  وايي، اوس مهال په افغانستان کې درمل، طبي تجهیزات او د سونګ مواد له خلاصېدو سره مخ دي او روغتیايي کار کوونکو ته لازم معاشونه نه ورکول کېږي.

د دغه ادارې په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوي، چې د افغانستان د روغتیايي نظام سقوط به ناورین رامنځته کړي او خلک به له لومړنیو روغتیايي خدماتو څخه محروم شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، ملګري ملتونه به د اړتیا پر مهال د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې وړمه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم هم کابل ته د سفر پرمهال  ویلی و، په افغانستان کې د «صحتمندۍ پروګرام» د درېدو له کبله په دغه هیواد کې۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142797

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142797/

جمهور
  https://www.jomhornews.com