بایډن او جانسون:

طالبان په هغه صورت کې په رسمیت پېژنو چې بشري حقونو ته غاړه کېږدي

1 میزان 1400 ساعت 8:13

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د برېتانیا لومړي وزیر جانسون په سپینه ماڼۍ کې سره کتلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.


د امریکا ولسمشر جوبایډن او د برېتانیا لومړي وزیر جانسون په سپینه ماڼۍ کې سره کتلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو په دې لړ کې پر هغو پرمختګونو خبرې وکړې چې د افغانستان په اړه د نړیوالو همږغیو لپاره تېره میاشت د اوو ډلې په غونډه کې وشول.

سرچینه وايي، بایډن او جانسن په دې هم سلا وکړه چې د طالبانو هر راز نړیواله رسمیت پېژندنه باید په همږغۍ وي او د دې ډلې له لوري د بشري حقونو له رعایتېدو سره وتړل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، بایډن او جانسون په خپلو خبرو کې موافقه وکړه، چې طالبان به په هغه صورت کې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني چې بشري حقونو ته غاړه کېږدي.

بایډن او جانسون ویلي، د یپلوماتیکې لارې چارې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره تر ټولو ښې لارې بللي او دا یې د هغو کسانو د درنښت لپاره تر ټولو غور کار بللی چې په افغانستان کې یې ځانونه د سولې د ټینګښت په لاره کې قربان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142813

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142813/

جمهور
  https://www.jomhornews.com