چین: نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي

1 میزان 1400 ساعت 8:29

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین غونډه کې ویلي، د دغه نړیوال بنسټ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین غونډه کې ویلي، د دغه نړیوال بنسټ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وانګ یې په خبره په افغانستان کې په وروستیو کې ستر تحولات رامنځ ته شوي چې له امله یې افغانان اغېزمن شوي دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، د نوورو نړیوالو بنسټونو تر څنګ دې د جي ۲۰ غړي هېوادونه هم له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر  یو ځل بیا پر امریکا او نورو نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، ځکه دا د افغانانو شتمني ده او له دې پیسو باید پر دوی د سیاسي فشار لپاره کار وا نه خیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142817

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142817/

جمهور
  https://www.jomhornews.com