طالبانو په کرنې وزارت کې هم نوې ګمارنې وکړې

1 میزان 1400 ساعت 8:43

د افغانستان اسلامي امارت په تازه ګمارونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت لپاره هم سرپرست او مرسیتالان معرفي کړي دي.


د افغانستان اسلامي امارت په تازه ګمارونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت لپاره هم سرپرست او مرسیتالان معرفي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د فرهنګي کمېټې غړی مولوي انعام الدین سمنګاني په خپل ټوېټر لیکلي، چې په کرنې وزارت کې درې چارواکي تازه په دندو ګمارل شوي دي.

د نوموړي په وینا مولوي عبدالرحمن راشد چې د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، د کرنۍ وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې، دغه راز مولوي عطالله عمري چې د فاریاب اوسېدونکی دی او مولوي صدراعظم چې د پکتیا اوسېدونکی دی، د یاد وزارت مرستیالان ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو د سرپرستې کابینې یو شمېر پاتې نور غړي هم معرفي کړي و، چې په کې حاجي نور الدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست او ډاکتر قلندر عباد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټاکل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142819

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142819/

جمهور
  https://www.jomhornews.com