له ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنه د جرمني له مخالفت سره مخ شوه

1 میزان 1400 ساعت 9:13

د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د دغه سازمان په عمومي مجموعه کې د دوی استازي ته ته د وینا مجال ورکړي، خو دا غوښتنه یې د جرمني له مخالفت سره مخ شوه.


د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د دغه سازمان په عمومي مجموعه کې د دوی استازي ته ته د وینا مجال ورکړي، خو دا غوښتنه یې د جرمني له مخالفت سره مخ شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، د ملګرو ملتونو په عمومي مجموعه کې به د طالبانو وینا هېڅ هدف ترلاسه نه کړي.

نوموړي زیاته کړې، هغه څه چې مهم دي هغه د طالبانو د ډلې کلک عملي ګامونه دي چې احتمالا ګټور تمامېدای شي نه د هغوی خبرې.

دی وايي، طالبان باید د بشري حقونو په خاص ډول د ښځو حقونو او د یوه همه شموله حکومت رامنځ ته کېدو ته درناوی وکړي او له ترهګرو ډلو څخه په عملي ډول فاصله واخلي.

ښاغلي ماس یو ځل بیا له طالبانو سره د تعامل او خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ ، خو ویې ویل چې د ملګرو ملتونو عمومي مجمعه د دې کار لپاره مناسب ځای نه دی.

طالبانو په دې وروستیو کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان په استازیتوب د یادې ډلې یوه غړي ته د ملګرو ملتونو په عمومي مجموعه کې د وینا اجازه ورکړي.

اوسمهال د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازیتوب کوي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com