د نړۍ پنځه قدرتونه د یوه باثبات افغانستان لپاره سره یوه خوله شوي

1 میزان 1400 ساعت 9:46

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د یوه باثباته افغانستان لپاره سره یوه خوله شوي دي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د یوه باثباته افغانستان لپاره سره یوه خوله شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترش دغه څرګندونې د امریکا، بریتانیا، چین، فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته کړې دي.

ګوتیریش زیاته کړې ټول پنځه قدرتونه داسې سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې بشري مرستې په کې له ستونزې او تبعیض پرته وویشل شي.

دی وايي، نړیوال قدرتونه داسې افغانستان غواړي چې د نجونو او ښځو حقونو ته په کې درناوی وشي، ټول شموله حکومت ولري او بیا د ترهګرو پټنځای ونه اوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com