نیپال د افغانستان په اړه د پاکستان غوښتنه رد کړې ده

1 میزان 1400 ساعت 10:08

راپورونه وایي، نیپال د سارک په غونډه کې د افغانستان د ګډون په تړاو د پاکستان غوښتنه رد کړې ده.


راپورونه وایي، نیپال د سارک په غونډه کې د افغانستان د ګډون په تړاو د پاکستان غوښتنه رد کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، پاکستان د سارک غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو د ګډون غوښتنه کړې.

خو راپورونه وایي، نیپال چې دا مهال د سارک غړو هېوادونو مشري کوي، د پاکستان دا وړاندیز رد کړی دی.

البته تراوسه اسلام اباد رسماً دا خبر نه دی تایید کړی چې له کټمنډو څخه یې داسې غوښتنه کړې ده که نه.

نیپال، بنګله دیش، بوتان، هند، مالدیف، پاکستان، سریلانکا او افغانستان د سارک سازمان غړي دي.

ټاکل شوې. د حکومتونو ترمنځ د دې سیمه ییز سازمان د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې د شنبې په ورځ غونډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142829

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142829/

جمهور
  https://www.jomhornews.com