۰

امریکا: افغانستان کې پر ترهګرو د بریدونو لپاره له طالبانو اجازه نه اخلو

شنبی ۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۳
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، دوی به افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې بریدونو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا ونه لري او نه هم اجازه ترې اخلي.
امریکا: افغانستان کې پر ترهګرو د بریدونو لپاره له طالبانو اجازه نه اخلو
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، دوی به افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې بریدونو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا ونه لري او نه هم اجازه ترې اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، چې امریکا د ترهګرو د ځپلو لپاره افغانستان کې هوايي بریدونه کوي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي«امریکا ترهګرو د ځپلو لپاره هوايي بریدونه کوي او په دې اړه د طالبانو همغږۍ او اجازې ته اړتیا نه لري.»

د امریکا د دفاع وزارت ویاند دا خبرداری هم ورکړی، چې که طالبان د بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو هڅې وکړي نو د هغوی پر وړاندې به هم جدي غبرګون وښودل شي.

طالبانو تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت د دغه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي