روسیه: د طالبانو اقدامات په ځیر څاروو

3 میزان 1400 ساعت 8:05

روسیه وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر غوره بولي چې په افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅاري.


روسیه وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر غوره بولي چې په افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف دا خبره د رسنیو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا روسیه غواړي په افغانستان کې د نویو چارواکو کوم استازي ته د مسکو بلنه ورکړي؟

نوموړي زیاته کړې، روسیه د نړۍ د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ښه دا ګڼي چې وګوري طالبان په افغانستان کې څه کوي، د حکومت جوړښت یې څه بڼه خپلوي او څرنګه خپلې ژمنې عملي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com