عمران خان:

طالبان کېدای شي د سولې برخه کې د امریکا باالقوه شریکان و اوسي

3 میزان 1400 ساعت 8:12

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان کېدای شي، د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان و اوسي.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان کېدای شي، د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان و اوسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي له نیوز ویک مجلې سره مرکه کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سخت دریځ غیر ضروري وباله.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان لېواله دی چې د ترورېزم پر ضد د امریکا همکار واوسي.

عمران خان د سیمې د قدرتونو او امریکا ترمنځ همکاري د ناورین د مخنیوي لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته یې احتمال زیات شوی دی، مهم وباله.

د پاکستان لومړي وزیر د طالبانو له لوري د حکومت نیولو ته په اشارې ویلي،  له دې کبله ممکن د افغانستان امنیتي وضعیت ثبات ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142861

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142861/

جمهور
  https://www.jomhornews.com