د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولی څوکۍ د تشه پرېښودل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه خبرې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره د ملګرو ملتونو سازمان د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې کړې ده.
نوموړي ویلي، که نړیوال د طالبانو د اسلامي امارت استازي ته په دغه سازمان کې د ګډون او استازولی اجازه نه ورکوي، نو د محمد اشرف غني د پرځول شوي حکومت استازي ته دې هم د افغانستان د استازیتوب حق نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مخکني حکومت استازي غلام محمد اسحاقزي له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان د استازيتوب څوکۍ دې هغه ته پرېښودل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل