د تاجکستان ولسمشر:

افغانستان کې هر اړخیز بحران د سیمې امنیت او ثبات ته جدي خطر دی

3 میزان 1400 ساعت 9:08

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي، په افغانستان کې د سیاسي، بشري او دولتي ادارې اړوند بحران د سیمې د ثبات او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي، په افغانستان کې د سیاسي، بشري او دولتي ادارې اړوند بحران د سیمې د ثبات او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رحمان چې د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډې له مخکې ثبت شوې وینا کوله و ویل، چې دوی د افغانستان په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.

نوموړي و ویل، چې تاجکستان له افغانستان سره کابو ۱۴۰۰ کلیومتره ګډه پوله لري او په دغه هېواد کې د بحران په اړه د تاجکستان حکومت او ولس بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.

امام علي رحمان دا هم ویلي، چې  په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدل چې د ده په وینا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره د یوې ترهګرې ډلې په توګه ثبت دي، د سیمې وضعیت یې لا پیچلی کړی.

د تاجکستان ولسمشر په دې یو ځل بیا ټينګار کړی، چې طالبانو د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په هکله پخپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

دی وايي، دا چې په حکومت کې د افغانستان سیاسي او قومي ځواک پراخ ګډون نه لرري، د جدي اندیښنې وړ ده.

نوموړي ویلي، د ګاونډي هېواد په کورنیو موضوعاتو کې لاس نه وهي خو په خبره یې د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزې د حل لپاره په کار ده چې ټولشموله حکومت د انتخاباتو او د هغه هېواد خلکو د ارادې سره سم جوړ شي.

ده ویلي، په ټولشموله حکومت کې باید ټولې سیاسي ډلې او قومي اقلیتونه برخه ولري او خبرداری یې ورکړی، هر ډول حکومت چې د افغانستان د ټول ولس ګټې پکې نه وې نغښتې، ناوړه عواقب لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142867

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142867/

جمهور
  https://www.jomhornews.com