۰

ننګرهار کې بیا چاودنه شوې، یو تن وژل شوی ۷ ټپیان دي

شنبی ۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۲
راپورونه وايي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یوې چاودنې له امله د طالبانو په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې بیا چاودنه شوې، یو تن وژل شوی ۷ ټپیان دي
راپورونه وايي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یوې چاودنې له امله د طالبانو په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د تلې ۳ مه سهار مهال د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سراج العمارت باغ ته نېږدې د طالبانو په یوه موټر شوې ده.

راپورونه زیاتوي، چې چاودنه د سړک د غاړې خښ شوي ماین له امله وه، چې یو تن په کې وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون سرچینې هم تایید وي، چې دوی ته د یوه طالب مړی او ۷ ټپیان وروړل شوي، چې درې طالبان، درې ملکي وګړي او یو د ښاروالۍ کارکوونکی دی.

د ننګرهار د ښاروالۍ مسوولین هم مني، چې په ننۍ چاودنه کې د دوی یو کارکوونکی چې د تنظیفاتو برخه کې یې کار کاوه ټپي شوی دی.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی خو له دې وړاندې د څو ورته چاودنو مسوولیت داعش وسله والو په غاړه اخیستی و.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون او وړمه ورځ هم په ننګرهار کې د ۶ تنو مړي موندل شوي و، چې په مرموز ډول وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي