د هند لومړی وزیر:

په افغانستان کې د پاکستان رول له امریکا سره په ګډه څارو

3 میزان 1400 ساعت 12:10

د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې هند د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د پاکستان رول په ژوره توګه څاري.


د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې هند د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د پاکستان رول په ژوره توګه څاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي ویلي، چې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او نور مشرانو سره یې په لیدنه کې په دې موافقه کړې، چې افغانستان کې د پاکستان د رول ګډه څارنه به کوي.

ښاغلي مودي پرون په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر بایډن سره وکتل او بیا یې د اسټراليا او جاپان د مشرانو په ګډون جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په ورته وخت  د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا احساس ښکاره و چې په نور دقت او مراقبت په افغانستان کې د پاکستان نقش وڅارو، همداراز د ترهرګرو د مسالې په اړه د پاکستان رول ته ځیر اوسو.

هندوستان پر طالبانو د پاکستان پراخ نفوذ او تسلط ته په کتو انديښمن دی، چې د افغانستان له خاورې به ورته ګواښونه پيدا شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142889

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142889/

جمهور
  https://www.jomhornews.com