روسیه: طالبان به وهڅو چې متمدن چلند وکړي

4 میزان 1400 ساعت 8:02

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو به طالبان وهڅوي، چې متمدن چلند وکړي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو به طالبان وهڅوي، چې متمدن چلند وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې پرون شنبې د تلې ۳ مه نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې کړې دي.

نوموړي ویلي، دوی به هغه کسان (طالبان) چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته رسېدلي وهڅوي، چې متمدن چلند خپل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، روسیه د نړۍ د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ښه دا ګڼي چې وګوري طالبان په افغانستان کې څه کوي؟ د حکومت جوړښت یې څه بڼه خپلوي او څرنګه خپلې ژمنې عملي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142908

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com