پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد حکومت د افغانستان د مېوو پر وارداتو لګول شوې تعرفې لغوه کړې او نور مالیه نه ترې اخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله ټوېټر پاڼه کښلې ده.
نوموړي ویلي، د پاکستان د عوایدو د فدرالي ادارې د خبرپاڼې له مخې ویلي، له افغانستانه به سر له نن څخه پر وارداتي مېوو هېڅ تعرفه نه اخیستل کېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د محمد صادق خان وايي، دا به له افغان سوداګرو او کروندګرو سره خورا ډېره مرسته وکړي.
په ورته وخت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبرې د تایید په ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه شریکه کړې ده.
خبرپانه کې ویل شوي، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هڅو او د هېواد د تازه مېوو د صادراتو د ستونزو د حل په خاطر د خبرو او مفاهمې په اثر د پاکستان اسلامي جمهوریت د افغانستان پر تازه مېوو په سلو کې ۱۷ مالیه، چې له څه مودې پخوا څخه یې لګولې وه، د جمعې له ورځې (د وري ۲مې) لغوه کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل