راپورونه وايي، ټاکل شوې د جي شل هېوادوه په راتلونکو دوو ورځو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، دا غونډه به د روانې میلادي میاشتې پر اته ویشتمه ترسره شي.
په ورته وخت ایټالیا چې د جي شل هېوادونو د غونډو نوبتي مشري پر غاړه لري وایي همدا چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه پای ته ورسېږي نو د افغانستان په تړاو به جي شل هېوادونه خپله غونډه ترسره کړي.
د دوی په وینا په غونډه کې به د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا لوړپوړي چارواکي ګډون کوي او د افغانستان پر وروستیو تحولاتو به خبرې کوي.
د یادونې ده، چې د دغه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څو ورځې مخکې هم پر افغانستان انلاین غونډه لرله او په دې غونډه کې یې پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل