۰
د هند لومړی وزیر:

هېڅ هېواد دې د افغانستان له وضعیت ناوړه ګټه نه اخلي

یکشنبه ۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۱
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې ستر تحولات رامنځ ته شوي، خو د سیمې ځینې هېوادونه هڅه کوي، د افغانستان له وضعیت او خاورې د خپلو ګټو لپاره کار واخلي.
هېڅ هېواد دې د افغانستان له وضعیت ناوړه ګټه نه اخلي
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې ستر تحولات رامنځ ته شوي، خو د سیمې ځینې هېوادونه هڅه کوي، د افغانستان له وضعیت او خاورې د خپلو ګټو لپاره کار واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو ښايي اشاره یې پاکستان ته وي.

مودي ټینګار کړی، چې هېڅ هېواد دې د افغانستان له وضعیته ناوړه ګټه نه اخلي او خپلې ورانکارې موخې دې دلته نه پالي.

نوموړي پر ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره مرسته وکړي او په دغه هېواد کې په بشري مرستو کې پراختیا راولي.

د هند لومړي وزیر په سیمه کې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته دا خبرداری هم ورکړ چې ترهګرې ډلې به یوه ورځ د دوی کورونو ته هم اور ورته کوي.

مودي وړمه ورځ د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو له مشرانو په سره کتنه کې دا هم ویلي، چې دوی په دې موافقه کړې، چې په افغانستان کې د پاکستان کړنې په دقت او جدیت وڅاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي