ملګري ملتونه: افغانستان کې د لوږې خطر خورا نېږدې دی

4 میزان 1400 ساعت 9:00

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اجرايي مدیرې نتالیا کانیم خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د لوږې خطر مخ په زیاتېدو او نېږدې دی.


د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اجرايي مدیرې نتالیا کانیم خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د لوږې خطر مخ په زیاتېدو او نېږدې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې بې کاري او بېوزلي په خورا لوکه کچه زیاته شوې او دغه هېواد له یوه انساني ناورین سره مخ کېدونکی دی.

نوموړې ویلي، خلک د لوږې له خطر سره مخ دي او دا مهال د افغانستان له ۳۳ میلیونه نفوس څخه زیاتره یې د جدي لوږې له ګواښ سره مخ دي.

مېرمن کانیم دا خبرداری هم ورکړي، چې ژمۍ په رارسېدو دی او په دې سره به لرې پرتو او غرنیو سیمو ته د مرستو رسول ډېر ستونزمن شي.

د هغې په وینا د دې تر څنګ بله لویه ستونزه او ګواښ کرونا جوړ کړی، چې ښايي د ژمي په رارسېدو سره دا هم زیات شي.

دا وايي، د روغتیايي خدماتو په برخه کې اندېښنې هم مخ په زیاتېدو چې ښايي ډېر اغېز یې پر مېرمنو او انجونو وي.
 
د ملګرو ملتونو دا چارواکي وايي، افغانستان یو له هغه هېوادونو دی، چې د مور او ماشوم مړینه په کې زیاته ده.

بل خوا نوموړې وايي، په جنګ ځپلي افغانستان کې په ځانګړي ډول په ډېری جنګ ځپلو سیمو کې ډېری مېرمنې د خپل کور نفقه برابروونکي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ښځو او نجوونو حقونو ته باید درناوی وشي ځکه مېرمنو په تېرو څو کلونو کې د خپل حق غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دوی ته باید روغتیايي او د زده کړو خدامات برابر کړل شي او غواړي په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142916

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142916/

جمهور
  https://www.jomhornews.com