۰
ملګري ملتونه:

که طالبان د نجونو زده کړو ته اجازه ورنه کړي، د رسمیت پېژندنې صفر جانس به ونه لري

یکشنبه ۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۹
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنیې محمد وايي، که طالبان د نجونو زده کړو ته اجازه ورنه کړي، د رسمیت پېژندنې صفر جانس به ونه لري.
که طالبان د نجونو زده کړو ته اجازه ورنه کړي، د رسمیت پېژندنې صفر جانس به ونه لري
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنیې محمد وايي، که طالبان د نجونو زده کړو ته اجازه ورنه کړي، د رسمیت پېژندنې صفر جانس به ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن محمد دا خبره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې تر څنګ د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ په اړه په یوه بحث کې کړې دي.

نوموړي و ویل، تر چې د افغان نجونو تعلیم یقیني شوی نه وي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو باندې فکر هم ونه کړي.

د سرمنشي مرستیالې ویلې، چې دوی به یقیناً دا مسله به د طالبانو له مشرانو سره په خبرو کې مطرح کوي.

دا وايي، طالبان به هغه وخت په رسمیت وپېژندل شي چې په ځان کې دا وړتیا پیدا کړي چې د نړیوالې تولنې برخه دي او له دې سره ځینې ارزښتونه او حقونه تړلي چې باید غاړه ورته کېښودل شي.

نوموړې زیاته کړې، چې تعلیم او په ځانګړي ډول د نجونو تعلیم او حقونه د ټولو په سر او مرکز کې دي.

مېرمن محمد پر نړیوالو غږ وکړ، چې د افغان ښځو پر وړتیاوو حساب وکړي او په تېرو دوو لسیزو کې د تعلیم په برخه کې د افغان نجونو او ښځو د بریاوو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د هغوی ملاتړ وکړي.

دې افغان ښځو ته ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه ورسره دي او ویې ویل«تاسو ډاډ اوسۍ، موږ به ستاسو غږ بدرګه کولو ته دوام ورکړو او داسې شرطونه به کېږدو چې د نجونو تر تعلیم مخکې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو صفر چانس هم نه وي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په وار وار ویلي، دوی د نجونو د تعلیم او د مېرمنو د کار مخالفت نه دي او هر څه ته به په خپل وخت او امکاناتو په پام کې نیولو سره اقدامات وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي