د کورنیو چارو وزارت اوسپنو د کباړ د لېږد او قاچاق د مخنیوي امر کړی

4 میزان 1400 ساعت 11:06

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت بهر ته د زړو اوسپنو یا کباړو د لېږد او قاچاق د مخینوي امر کړی دی.


د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت بهر ته د زړو اوسپنو یا کباړو د لېږد او قاچاق د مخینوي امر کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د مرکز او ولایتونو امنیه قوماندانو ته امر کړي، چې له هېواده بهر ته د زړو وسپنو د لېږد او قاچاق په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مرکز او ولایتونو امنیه قوماندانۍ اړ دي څو هغه نامسووله کسان چې بهر ته د دولتي وسایطو او وسایلو د د وسپنو د لېږد او قاچاق په تړاو نیول شوي، په رسمي ډول د هېواد عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپاري.
 
د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، نو له قانوني جدي چلند سره به مخ شي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې په ځانګړي ډول پاکستان ته له افغانستان څخه د اوسپنې د انتقال په اړه راپورونه ورکړل شوي و.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142925

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142925/

جمهور
  https://www.jomhornews.com