غور کې د طالبانو او انسان تښتونکو نښته، ۴ تنه په کې وژل شوي

4 میزان 1400 ساعت 11:18

ځینې سرچینې وايي، د غور ولایت فیروز کوه ښار کې د طالبانو او انسان تښتوونکو تر منځ لنډ نښته کې څلور تنه وژل شوي دي.


ځینې سرچینې وايي، د غور ولایت فیروز کوه ښار کې د طالبانو او انسان تښتوونکو تر منځ لنډ نښته کې څلور تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د تلې ۳ مه) د غور مرکز کې د ملي امنیت ریاست ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، د طالبانو او انسان تښتونکو تر منځ دغه لنډه نښته کې دوه انسان تښتونکي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو ځینې ځايي سرچینې بیا وايي، د طالبانو نښته له داعش وسله والو سره شوې او داعشیانو د تلفاتو په ورکولو سره له سیمې پښې سپکې کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د غور ګاونډ هرات ولایت کې هم د طالبانو او انسان تښتونکو تر منځ نښته کې څلور انسان تښتونکي وژل شوي و، چې وروسته یې طالبانو جسدونه په عام محضر کې راوځړول.

د طالبانو له خوا د انسان تښتوونکو وژل او په دار ځړول د خلکو له تاوده غبرګون سره مخ شوي او ترې غوښتي یې دي، چې د جنایت کارانو پر وړاندې نور هم کوټلي ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142928

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142928/

جمهور
  https://www.jomhornews.com