اوچا: سږ کال کابو شپږنیم سوه زره افغانان بې ځایه شوي دي

4 میزان 1400 ساعت 12:30

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، روان میلادي کال کابو شپږنیم سوه زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، روان میلادي کال کابو شپږنیم سوه زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوچا په تازه راپور کې، چې پرون شنبې د تلې ۳ مه خپور شوی ویل شوي، د عیسوي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۶۳۴۸۰۰ افغانان د جګړو او لوږې له امله بې ځایه شوي دي.

راپور کې راغلي، د دغو بې ځایه شو زیات شمیر د جګړو او لوږې له امله لا هم بېرته خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

دغه راز اوچا زیاته کړې، په دې برسیره سږکال څه باندې اته سوه زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو خپل وطن ته راستانه شوي، چې اکثریت یې له ایران څخه راغلي دي.

راپور زیاتوي، د راستنو شویو اته سوو او پنځه زرو افغانانو له ډلې یوازې اوه زره او ۸۰۰ یې له پاکستان او پاتې څه باندې ۷۹۷ زره له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

دغه راز سرچینې له نورو هېوادونو افغانستان ته د راستنو شویو افغانانو دقیق شمیر نه دی ښودلی خو وايي، یو کم شمېر افغانان له اروپايي هېوادونو هم افغانستان ته بېرته تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 142932

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142932/

جمهور
  https://www.jomhornews.com