دیبورا لاینز: یو ټولشموله حکومت کولی شي د نړیوالو مرستې جلب کړي

4 میزان 1400 ساعت 12:51

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینز له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینز له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي او مېرمن لاینز لیدنه نن یکشنبې د تلې ۴ مه شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په خپلو خبرو کې د افغانستان د خلکو سره د ملګروملتونو د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، دغه سازمان هڅه کوي، له افغانانو سره مرستې جاري وساتي.

دغه راز نوموړې ټینګار کړي، چې یو ټول شموله دولت چې وکولی شي له سیمې او نړۍ سره په پراخه کچه کار وکړي، په ښه توګه کولی شي، پرمختګ او پراختیا رامنځ ته کړي.

مېرمن لاینز پر داسې مهال د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت سرپرسته کابینه ټاکلې او وايي، دغه کابینه ټول شموله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142935

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142935/

جمهور
  https://www.jomhornews.com