د ناروې د کډوالو شورا رییس کابل ته راغلی دی

4 میزان 1400 ساعت 12:59

د ناروې د کډوالو لپاره د پناه ورکولو شورا رییس یان ایګلنډ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.


د ناروې د کډوالو لپاره د پناه ورکولو شورا رییس یان ایګلنډ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ایګلنډ نن یکشنبې د تلې ۴ مه کابل ته رارسېدلی دی.

دی وايي، کابل ته یې په دې هدف سفر کړی، چې ممکن افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلي و، خو په وینا یې د اقتصاد غورځېدا، وچکالي او بې ځایه شوي کډوال یې د ناامیدۍ او اندېښنې وړ ګرځېدلي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان ته یې وروستی سفر په ۲۰۱۹ کې کړی او اوس دغه هېواد د تېر په پرتله زیات بدلون کړی دی.

د ناروې د کډوالو رییس پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې د طالبانو د واک ته رسېدو سره سم یو ځل بیا د افغان کډوالو بهیر مخ په لوېدیځو او ګاونډیو هېوادونو پیل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142936

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142936/

جمهور
  https://www.jomhornews.com