سعید خوستی د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول وټاکل شو

4 میزان 1400 ساعت 13:39

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په تازه اقدام کې قاري سعید خوستی د دغه وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو د رییس په توګه ټاکلی دی.


د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په تازه اقدام کې قاري سعید خوستی د دغه وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو د رییس په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی نن یکشنبې د تلې ۴ مه د یاد وزارت د مسوولینو له خوا پر دغه څوکۍ وګمارل شول.
 
د خوست په پېژند غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر لوی رییس مولوي زین الله عابر، د ستراتېژیکو اړیکو لوی رییس مولوي عبدالحکیم حمدي او همداراز د یاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.

د یادونې ده، چې کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې هم په دغه وزارت کې ځینې ګمارنې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142943

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com