امیرخان متقي کابل کې د قزاقستان له سفیر سره کتلي

4 میزان 1400 ساعت 14:54

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل کې د قزاقستان له سفیر عالم خان یسین ګیلدیېف سره لیدلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل کې د قزاقستان له سفیر عالم خان یسین ګیلدیېف سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه نن یکشنبې د تلې ۴ مه غرمه مهال شوې ده.

سرچینه وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته په وده ورکولو ټینګار او ژمنه وشوه چی د تجارت په برخه کي به دوه اړخیزه همکاري زیاتوي.

کابل کې د قزاقستان سفیر د کابل په امنیت خوښي څرګنده کړه او افغانستان ته یې د بشري مرستو راوړلو خبر ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142949

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142949/

جمهور
  https://www.jomhornews.com