جلال آباد ښار کې د بې پلېټه وسایطو پر ګرځېدو بندیز ولګېده

5 میزان 1400 ساعت 6:50

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په یوه تازه اقدام کې د ټولو هغه نقلیه وسایطو په تګ راتګ بندیز لګولی، چې پلېټ او اسناد نه لري.


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په یوه تازه اقدام کې د ټولو هغه نقلیه وسایطو په تګ راتګ بندیز لګولی، چې پلېټ او اسناد نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي، دغه اقدام یې د ښاري نظم لپاره کړی دی او له سرغونو سره به قانوني چلند وشي.

په ورته وخت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شي، په ښار کې د شپې له لوري یوازې مسولو امنیتي کسانو ته د فعالیت اجازه شته او نور هېڅ طالب سرتېري د خپل سري ګرځېدو اجازه نه لري.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت سرتېري دغه راز مکلف دي، چې د دندې پر مهال د مبايل له کارولو ډډه وکړي او زیاتوي چې باروړونکي موټرې هم ښار ته د ننوتلو اجازه نه لري.

دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي، چې په دې ولایت کې په دې وروستیو کې بې نظمي د خلکو ژوند سخت تنګ کړی دی او د وروستیو پېښو یو لامل په ښار کې بې اسناده وسایط او بې نظمي یادوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142957

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com