نړیوال شنونکي: امریکا په افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي دي

5 میزان 1400 ساعت 7:15

ګڼ شمېر نړیوال شنوونکي او بشري فعالان وايي، امریکا په افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي او د خپلو سرتېرو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه دې نړیوالې ټولنې ته ځواب و وايي.


ګڼ شمېر نړیوال شنوونکي او بشري فعالان وايي، امریکا په افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي او د خپلو سرتېرو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه دې نړیوالې ټولنې ته ځواب و وايي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابو ۴۰ هېوادونو شنونکو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو دا څرګندونې پرون یکشنبې د تلې ۴ مه په یوه انلاین کنفرانس کې کړې دي.

دوی په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په تېره شل کلنه جګړه کې امریکا په ځلونو په افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي دي او ملکي وګړي یې وژلي.

دغه شنونکي وایي د دې وخت دی چې امریکا ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته د بشري حقونو د نقض په اړه ځواب ووايي.

دغه ډلې په انلاین توګه د چین په یوه پوهنتون کې د بشري حقونو په تړاو په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی و او امریکا یې په افغانستان کې د بشري حقونو ستره نقضوونکې بللې ده.

په دې کنفرانس کې له فرانسې، نیپال، جاپان، چین او نورو هېوادونو ګډونوالو وینا کړې وه او له ملګرو ملتونو په تېره د بشري حقونو له نړیوال سازمان یې غوښتي چې د امریکا پر تېرو کړنو دې چوپ نه پاتې کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142960

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142960/

جمهور
  https://www.jomhornews.com