د عامې روغتیا وزرات سرپرست د سره صلیب کمېتې له استازي سره لیدلي

5 میزان 1400 ساعت 7:37

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازي سره لیدلي او د روغتیايي ستونزو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.


د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازي سره لیدلي او د روغتیايي ستونزو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا په ځانګړې توګه د دې وزارت د لومړیتوبونو په اړه بحث کړی دی.

ښاغلي عباد په خپلو خبرو کې د سره صلیب د همکارۍ هرکلی کړی ویلي یې دي، هغه بنسټونه چې په دې سختو شرایطو کې په افغانستان کې پاتې شوي دي، د عامې روغتیا وزارت تر ټولو مخلص، صادق، ژمن او له ښه همکارانو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پیاوړي کول، د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت لوړول، د پولیو/ ګوزڼ واکسین تطبیق، د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه، خوار ځواکۍ، د روغتیا/ صحتمندي پروژې دوام او نورو روغتیایي برخو کې د سره صلیب استازي سره خپل کاري پلانونه شریک کړل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سره صلیب کمېټې څخه وغوښتل چې د دې برنامو د تطبیق لپاره باید د یو ځانګړي او مشخص پلان له مخې په ګډه کار ورسره وکړي.

ده ویلي، د روغتیا/صحتمندي پروژې بیا پیل د هغه له کاري لومړیتوبونو دی او د سره صلیب له استازي یې وغوښتل چې د دې پروژې د ملاتړ لپاره له نړیوالو بنسټونو سره خبرې وکړي.

دغه راز ښاغلي عباد د روغتیا په سکتور کې د فساد پر وړاندې مبارزه، شفافیت او حساب ورکونې باندې ټینګار وکړ او له ټولو نړیوالو روغتیایي همکارانو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره ژمن واوسي.

په ورته وخت کې د سره صلیب استازي د عامې روغتیا وزارت سره د دې ادارې په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دوی به د نړیوالو بنسټونو په ځانګړي ډول نړیوال بانک سره د مرستو د دوام په اړه وغږېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142961

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142961/

جمهور
  https://www.jomhornews.com