امیرخان متقي د چین له سفیر سره لیدلي دي

5 میزان 1400 ساعت 7:45

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي یو او ورسره پلاوي لیدنه پرون یکشنبې د تلې ۴ مه کابل کې شوې ده.

طلب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دغه لیدنه کې دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو، د چین هېواد د بشري مرستو د تنظیم او پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړې.

دی وايي، کابل کې د چین سفیر له افغانستان سره په مرستو او همکاري تینګار وکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د تجارت وده اړینه وبلله.

د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون کابل کې د قزاقستان له سفیر سره هم کتلي و او د دوه اړخیزه اړیکو تر څنګ یې د سوداګرۍ پر زیاتوالي هم خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142962

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com