طالبانو د ملګرو ملتونو پر وروستۍ پرېکړه اعتراض کړی دی

5 میزان 1400 ساعت 8:15

طالبانو د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی، چې د دوی استازی د ملګرو ملتونو په ۷۶ مه عمومي اسامبله کې ګډون او وینا نه شي کولی.


طالبانو د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی، چې د دوی استازی د ملګرو ملتونو په ۷۶ مه عمومي اسامبله کې ګډون او وینا نه شي کولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین چې د اسلامي امارت له خوا د ځانګړي استازي په توګه ملګرو ملتونو نومول شوی هم دی، ویلي، دوی حق لري د افغانستان استازیتوب وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.

ښاغلي شاهین ویلي، اسلامي امارت د خلکو ملاتړ او د دې وړتیا لري، چې د خپلو خلکو او هېواد استازتوب او دفاع وکړي.

نوموړي ویلي« دا زموږ حق دی چې د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت وپيژندل شو.»

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ویلي، د دوی په غونډه کې به د افغانستان د مخکني حکومت استازی غلا محمد اسحاقزی د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

خو سهیل شاهین وايي، یو کس چې د افغانستان په هېڅ برخه کنټرول نه لري په کومو اصولو د افغانستان په استازیتوب خبرې کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142965

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142965/

جمهور
  https://www.jomhornews.com