د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په تازه څرګندونو کې ویلي، د دې احتمال شته، چې طالبان هستوي وسلو ته لاس رسی ومومي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نیویارک پوسټ په یوه راپور کې ویلي، بولټن دغه څرګندونې په یوه رادیويي مرکه کې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره ښايي طالبان هستوي وسلو ته لاس رسی پیدا کړي.
جان بولټن چې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و زیاته کړې« پر افغانستان د طالبانو تسلط، پر پاکستان د ترهګرو د تسلط د ګواښ له امله ښايي طالبان و ۱۵۰ هستوي جګړیزو وسلو ته لاس رسی پیدا کړي.»
د یادونې ده، چې د بولټن له دې وړاندې هم په وار وار د اوسنی ولسمشر جوبایډن پر اداره نیوکه کړې، چې له افغانستان څخه یې سرتېري وایستل.
نوموړي ویلي و، د سرتېرو ایستل به یو ځل بیا دې ته زمینه برابره کړي، چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي.
دغه پخوانی امریکايي چارواکی یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په وار وار ویلي، دوی نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارېږي او هېڅ ډلې ته به افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل