ملا عبدالسلام حنفي:

نړۍ باید د ترهګر له منځه وړلو په خاطر طالبان په رسمیت وپېژني

5 میزان 1400 ساعت 10:27

د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، نړیوال باید طالبان د ترهګرو د لمنځه وړلو په خاطر په رسمیت وپېژني.


د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، نړیوال باید طالبان د ترهګرو د لمنځه وړلو په خاطر په رسمیت وپېژني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې له الجزیرې سره په یوه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، که چېرې نړیوال غواړي، له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه وشي او له منځه یووړل شي، باید د طالبانو جوړ شوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د رییس الوزرا دویم مرستیال په ورته وخت دا هم ویلي، چې طالبان له امریکا سره هم ښې او په متقابل احترام ولاړې دیپلوماتیکي اړیکې غواړي.

نوموړي افغانستان سره د چین اړیکو ته په اشارې تمه ښودلې، چې پکن به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د غړیتوب په دلیل د افغانستان په اړه مهم رول ولوبوي.

ښاغلي حنفي د افغان سولې پروسه کې د قطر له هڅو هم ستاینه کړې او هیله یې ښودلې، چې دوحه به د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې طالبانو حکومت اعلان کړی او هڅه یې دا ده، چې ژر تر ژره د نړیوالو له خوا په رسمیت وپېژندل شي، خو تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکا په ګډون ټول زبرځواک او یو شمېر نور هېوادونه وایي، طالبان باید په کړو ژمنو عمل وکړي او په عمل کې بشري او د ښځو حقونو ته درناوی ښکاره کړي.

پرون تازه د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیالې، ویلي تر چې طالبان د نجونو تعلیم ته اجازه ورنه کړي، تر هغې پورې یې د رسمیت پېژندلو په اړه ان فکر هم ناشونی دی.

دغه راز تازه روسیې، ترکیې او ایټالیا هم ویلي، چې د طالبانو اعمال څاري او تر چې ټول شموله حکومت نه وي رامنځ ته شوی، د رسمیت پېژندنې خبره لرې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com