ټاکل شوې د ترک تبار غړو هېوادونو شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د افغانستان په اړه بېړنۍ غونده جوړه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، ټاکل شوې دغه ناسته نن دوشنبې د تلې ۵ مه جوړه شوي او خبرې به یې د افغانستان په روان وضعیت راڅرخي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اوغلو د دغه ناستې تر جوړېدو مخکې له خپل ازبکستاني سیال سره لیدلي او ویلي یې دي، چې هېواد به یې له ازبکستان سره له نېږدې د افغانستان په اړه کار وکړي.
د یادونې ده، د ترک تبارو شورا د ترک ژبو هېوادونو د همکارۍ سازمان په نوم هم یادېږي، چې ترکیه، ازبکستان، آذربایجان، قزاقستان او قرغیزستان یې غړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل